IQNA

د افغانستان اوسني واکمنی  په رسمیّت نه پيژندو

8:51 - May 26, 2023
د خبر لمبر: 3487394
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د افغانستان اوسنی حاکمه پلاوی په رسمیّت نه پيژندو ، او په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو په ضرورت ټينګار کوو ،ووئيل، طالبان ټول افغانستان نه ،بلکې دافغانستان د واقعیّت یوه برخه دي .

ایکنا خبری آژانس د حضرت امام خمیني د درنښت د مرکزي کمیټې د عمومی اړیکو له قوله راپور راکړ،د ا سلامی ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون سهار د خارجه وزارت له چارواکو او له هیواده په بهر کې د ایران د نمایندګیو له مشرانو سره یو ځاي د حضرت امام خمینی په مقدس حرم کې له حجةالاسلام سید حسن خمیني سره په کتنې کې  ووئيل،مونږ  له هیرمند څخه د ایران د حقابه  له موضوع سره په ارتباط کې د افغانستان له  چارواکو سره خبرې اترې کړي او دوام لری او باؤري یوو چې د ۱۳۵۱تړون په اساس باید په دې ارتباط حقوقي لارې ته توجه وشي. هغه ددې خبرې په کولو سره چې  دافغانستان چارواکو ته مو وئيلي دي ،چې د حقابه مسئله د سیاسی اعلامیې له لارې نه حل کیږي، او باید دغه موضوع د حقوقي اقداماتو  په چوکاټ کې تعقیب شي، زیاته کړه،هغه تیت پرک سرحدي نښتې او شخړې چې په وروستیو میاشتو کې د ایران او افغانستان په پولې کې وخت پّ وخت شوي دي، داندیښنې وړ دي .هغه د ایران او افغانستان  ګاونډيتوب او ددواړو هیوادونو اوږدو پولو شتون ته په اشارې سره  دخپلو خبرو په بلې برخې کې  ووئيل،  لع تعامل پرته ددواړو هیوادونو ترمینځ بله هیڅ  لاره نشته.

د ایران خارجه وزیر ووئيل، مونږ نه غواړو  د مزارشریف دتراخې پیښې په شان کومه پيښه تکرار شي،  مونږم غواړو ،په افغانستان کې د سولې او امنیت د تحقق له بهیر سره مرسته وکړو او  د افغانستان  له اوسنیو واکوالانو هم  متقابلې تمې لرو.افغانستان د مونږ لپاره یوه مهمه موضوع ده ،مونږ په دې چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړشوی نه دی خپه یوو او دا موضوع مو د افغانستان  اوسنیو حکمرانانوته  هم اعلان کړې ده.په افغانستان کې د میرمنو د کارروزګار او د انجونو دزده کړې پشمول ټول بشری حقوق او قوانین  باید په انساني ،اسلامی او  نړیوالو قوانینو په اساس رعایت شي،څو دنړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د اوسني حکومت د  په رسمیّت پيژندنې  زمینه هواره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4143483

captcha